اجتماعی اسلامی اقتصادی سیاست های جرمی متفرقه

۲۰۱۶م کال د آخر زمان له لرلیده

نوشته شده توسط Hedayatullah Zaheb

ژباړه: انور افغان

د امریکې د اورګان ایالت له لاریونونو او د معترضو کسانو له لورې د دولتي تعمیراتو له نیولو نیولې بیا د ترکیې تر کودتا، په لوېدیځ کې د پاپولیستانو تر شهرته او له دې سره جوخت د ډونلډ ټرامپ حیرانونکې بریا هغه څه دي چي په ۲۰۱۶ کال کې یې د پېښېدو تمه نه کېده، د نړۍ په سیاسي او اقتصادي برخه کې د لوېدیځ د مډرن تمدن ضعف اوس په بشپړه توګه نړیوالو ته ښکاره شو او نوې را ټوکېدلې قدرتونه په جرائت سره د دغه تمدن پر وړاندې چي مشري یې امریکه کوي د راپورته کېدو زیګنال ورکوي، د سیاسي او اقتصادي مسایلو شنونکې د دغه له ستونزو ډک کال په اړه خپل بېلا بېل تحلیلونه وړاندې کوي خو د دوۍ خلاف موږ دا کال د آخر زمان له لرلیده څخه څېړو.

اسلامي عالمانو د قیامت نښانې په دریو برخو باندې وېشلې؛ لومړی هغه نښې چي پېښې شوي دي لکه شق القمر، د رسول الله رحلت او … دویمې نښې یې هغه دي چي پېښې شوي او لا هم دوام لري او درېیمې هغه به بیا وروسته پېښېږي، اوس موږ غواړو د یو شمېر نښو په اساس د ۲۰۱۶ کال یو شمېر پېښي وڅېړو.

حضرت محمد (ص) د زلزلو ډېرېدل(1) د قیامت د پېښېدو له نښو یوه بللې، د جګران جوش بنسټ لیکې: نړۍ په وروستیو لسیزو کې د ډېرو سختو او زیانمنونکو زلزلو، سونامیو، سېلابونو، طوفانونو او وچکالیو شاهده وه(2)، ۲۱۰۶ کال هم د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د سختې زلزلې کوربه وه، چي له ډلې یې د جنوري میاشت کې د هندوستان زلزله، ټایوان، جاپان او ایټالیا زلزلې یادولای شو چي د سلګونو انسانانو ژوند یې واخیست، په ۲۱۰۶ کال کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۰۰۰ زلزلې شوې چي په ټوله کې یې د رېښتر درجه تر ۴ لوړه وه.

دغه کال د فساد په ډېروالې کې هم مخکښ وه چي ورکې مفسدو کسانو د بېلابېلو مفاسدو په هڅولو او ترویجولو کې ډېره هڅه کړې، له دغو مفاسدو څخه یو هم همجنسبازي وه چي ټولنیزې شبکې فیسبوک یې د ملاتړ په پار په ټوله نړۍ کې خپلو کارونوکو ته په انلاین بڼه د پروفایل پیکچر اوه رنګه شیپ چي د همجنسبازانو نښان دی په موقتې ډول د اختیاري بدلون اپشن ورکړی وه، له دې پرته په دغه کال کې په ډېریو هیوادونو کې همجسبازانو ته په خپلو منځونو کې د واده کولو د حق ورکړه قانوني شوه، حضرت محمد (ص) فرمایي: د قیامت یو شمېر نښې داسي دي چي نارینه به له نارینه او ښځه به له ښځې سره اړیکې ارضا کوي (همنجسبازي به ډېره شي))3).

په درسته نړۍ کې د زبرځواکو قدرتونو له مزدورو مشرانو څخه د مسلمانانو نا خوښي ټولو ته ښکاره شوې، په داسي حال کې چي د نړۍ په هر ګوټ کې مسلمانان په بد او ناړه حالت او له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي مشران یې خپلو بادارانو ته د خپل سیاسي قدرت د ساتلو په پار په تملق او چاپړوسۍ مدام دي او دا یې ثابته کړې چي د مشرۍ او راهبري په برخه کې نا کاره او ناکام دي، حضرت محمد (ص) فرمایي: هغه وخت چي واک او ځواک نا کاره خلکو ته وسپارل شي، د قیامت تمه وکړۍ(4). ناکاره مشران یوازې تر اسلامي نړۍ پورې نه محدودیږې بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ناکاره خلک د قدرت د لاسته راوړلو هڅې کوي، د ډونلډ ټرامپ حیرانونکې بریا یې ساری یادولای شو، د ABC خبرې شبکې او واشنګټن پوسټ له خوا د ۲۰۱۶ کال د اګسټ میاشتې د ۳۱ مې نیټې ټول پوښتنې(5) ښیي چي د امریکې ډېری خلک په دې خوښ نه وه چي ډونلډ ټرامپ یا هم هیلرې کلنټن دي پر دوۍ حاکم وټاکل شې، د امریکایي ټولنې ۵۶ سلنه د کلنټن او ۶۳ سلنه وګړو د ټرامپ له ولسمشرۍ سره مخالفه وه، ټرامپ د پوچې ژبې، له ښځو سره د ناوړه چلند د بد سلوک په لرلو کې خورا شهرت لري چي اوس اوس د نړۍ د زبرځواک هیواد مشر هم شو.

د چاپېریال د ککړتیا موضوع هغه څه دي چي په ۲۰۱۶ کال کې یې د نړیوالو جدي اندېښنې راپارولې، چين په خپل پلازمېنه کې د چاپېریال د ککړتیا له کبله د نارنجي سطحې (نارینجه سطحه یعني ککړتیا تر هغه بریده وي چي یو شمېر خلک حساسیت ورسره لري او ژور ناروغه کېږي) اعلان وکړ، په هندوستان او یو شمېر نورو صنعتي هیوادونو کې د هوا ککړتیا خلک دې ته اړ کړل څو احتیاطي تدابیر ونیسي، د هوا ککړتیا د رسول الله (ص) یوه حیرانونکې وړاندیونه ده چي فرمایي: بارانونه به تیزابي شي(6). تیزابي بارانونه (Acidic Rain) فزیک پوهان داسي تعریفوي: په تېزابي باران کې د pHسطحه ښکته وي او تېزاب په کې ډېر وي چي د چټلې هوا له کبله رامنځ ته کېږې(7). د باران تیزابي باران د سترو چاپېریالي ګوښونو لامل کېږې چي د ځمکو اوبه هم چټلوي، جان میتاکف په خپله یوه مقاله کې چي عنوان یې (تېزابي باران د کاناډا جهیلونه لزجي «چسپناکه» کړې) داسي لیکې: لامبووهنکې نه شي کولای په دغه جهیلونو کې له لامبولو وروسته پاک او سوتره راووزي، ځکه په دغه هیواد کې د هوا ککړتیا د اوبو د بدلون لامل شوی(8).

۲۱۰۶ کال که د نورو ملتونو لپاره هر څه وه خو د مسلمان امت چي کابو له کلونو را هیسې د پردیو د وحشي حملو قربانیان وه ښه خبرونه نلرل، د نړۍ ټول ملتونه د اسلام پر وړاندې سره یو ځای شوې او په مسلمانانو کې یې عام قتل جوړ کړی، زما په شمول ټول مسلمانان د ډیموکراسي د سرګردانه ملتونو په څېر د دوۍ لیدونکې او د کور د غیري ایستفادې د توکو په څېر د دوۍ تماشا ته ناست یو چي دغه حالت رسول الله (ص) داسي بیان کړی: ډېر ژر به نور ملتونه پر تاسو باندې د حملو په نیت داسي سره یو ځای کېږې لکه ډوډۍ ته چي یوه بل ته بلنه ورکوي، یوه کس پوښتنه وکړه: ایا د دې لپاره به وي چي په هغه زمانه کې به زموږ شمېر کم وي؟ رسول الله (ص) وفرمایل: نه، ستاسو شمېر به زیات وي خو د سېل د اوبو په څېر بې ګټې(9)! مسلمانان د دې په ځای چي د دښمنانو پر وړاندې یو موټی شي د مذهب، حزب او ډلو په نامه د یوه بل د وژلو پلانونه نیسې، لکه داسي چي عقلونه یې محوه شوې او ایمانداره زړونه مړه شوې وي، مسلمانان په خپلو منځونو کې په وژلو داسي بوخت دي چي دښمنان یې تماشې کوي، رسول الله (ص) فرمایي: تر هغه به قیامت ونشي تر څو چي فتنه ډېره نه شي، وویل: یا رسول الله (ص) فتنه څه دی؟ وفرمایل: وژل، وژل، وژل! صحابه وویل: موږ هر کال زر یا دوه زره مشرکین وژنو، رسول الله (ص) وفرمایل: موخه مي دا نده، ستاسي څحه به ستاسي ځیني نور وژنې، صحابه وویل: یا رسول الله (ص) زموږ څخه به زموږ ځینې نور وژنې په داسي حال کې چي موږ ژوندي او عاقلان یو؟ وفرمایل: ستاسو زړونه به مړه شي داسي لکه ستاسي بدن او جسدونه چي مري(10).

په ۲۱۰۶ کال کې د نړۍ د رسنیو د سرټکیو کلیمه عراق او سوریې وه، په احادیثو کې راغلې: قیامت به تر هغه رانشي تر کله چي د فرات سیند وچ نشي او پکې د طلا غر ښکاره نه شي، خلک به د هغه په خاطر جګړې وکړې او په هرو ۱۰۰ کسانو کې به ۹۹ وژل کېږې او هر کس به وای: شاید زه ژوندی پاتې شم(11). د عراق او سوریې ډېری جګړې په هغو سیمو کې دي چي د فرات سیند په اوږدو کې واقع کې دي، دغې جګړې ته د روسیې دننه کېدل په یوې خطرناکې نړیوالې ستونزې بدله شوې، هغه وخت چي ترکیې د روسیې الوتکه را نسکوره کړه د ناټو لپاره ډېره ښه ورځ وه چي د یوې احمقې صیهونیستې ډلې په څېر د نړیوالې اتومي جګړې تږې وه، ځکه د روسیې عکسلعمل د دغه سازمان د تړون د ۵ مادې په اساس ناټو دې ته اړ ایسته چي له ترکیې څخه د دغه سازمان د یوه غړې په توګه دفاع وکړې، خو روسیې عکلسعمل ونښود او د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی هم وشو، له هغه وروسته ناټو او امریکا د روسیې تحریک ته ملا وتړله او په وار وار یې وغوښتل څو اړیکې نازکې او خرابې کړي.

امریکې په خپل وروستي غبرګون کې روسي ډیپلوماټان له خپلې خاورې وشړل او د روسیې دوه تفرحي ځایونه چي د شوروي اتحاد په وخت کې اخیستل شوې وه هم وتړل، امریکا روسیه د ټاکنو په هک کولو باندې تورنوي او د ټرامپ حیرانونکې بریا د روسانو کار بولې، همدارنګه اوباما سوریې ته د ځمکني سرتېرو د لېږل پرېکړه هم وکړه، اوس اوس که اوباما ونشي کړای د روسیې پر وړاندې په مستقیمه توګه جګړه پیل کړې نو ټرامپ ته به دوه انتخابه پاتې شي: یا دا چي د ده په وینا سوریه به پرېږدي هغه هیواد چي د امریکا په بهرني سیاست او د صیهونیستي ګټو لپاره خورا زیات ارزښت لري روسیې ته د بایلې په توګه پرېږدي چي په دې صورت کې امریکا باید نور د یکتازي او ځان ته د نړۍ زبرځواک هیواد ویلو ته الوداع ووایي او یا هم دا چي اوسنیو پالیسیو ته دوام ورکړې چي بیا به په سوریه کې د دواړو هیوادونو د ځمکني ځواکونو شتون بالاخره د دوو زبرځواکو هیوادونو مستقیمې جګړې ته لار هواره کړې، لکه څنګه چي رسول الله (ص) فرمایي: قیامت به تر هغه وخت پېښ نشي تر څو چي دوه ډلې په خپلو منځونو کې ونجګېږې چی د درنو تلفاتو لامل به شي او دواړه لورې به د یوه شي مداعيان وي (د یوه دین پیروان به وي)(12). د سوریې په جګړه کې دواړه لورې (روسیه او ناټو) ظاهراً له تروریزم سره د جګړې مداعیان دي خو دواړه لورې بیا خپل ځان مسیحيان هم بولې.

او الله تعالی ښه پوهېږي!

سرچینې:

(1) صحیح ابن حبان؛ 28 جلد؛ 96 پاڼه؛ 6902 حدیث

(2) Jagran Josh; Current Affairs September 2016; P 128

(3) معجم الاوسط؛ 8 جلد ؛ 82 پاڼه؛ 5018 حدیث

(4) صحیح بخاري؛ 3 کتاب؛ 1 حدیث

ABC News/Washington Post Poll; Clinton/Trump Favorability; Aug. 31 2016 (5)

(6) معجم الاوسط؛ 5 جلد؛ 127 پاڼه؛ 4861 حدیث

(7) James Shipman, Jerry D. Wilson, Charles A.; An Introduction to Physical Science; p G-7

(8) JOHN METCALFE; CITY LAB; Acid Rain Has Turned Canadian Lakes into a Kind of Jelly (http://www.citylab.com/)

(9) سنن ابو داوود؛ 38 کتاب؛ 7 حدیث

(10) مسند ابي یعلي؛ 10 جلد؛ 184 پاڼه؛ 6293 حدیث

(11) صحیح مسلم؛ 7454 حدیث

(12) صحیح بخاري؛ 9 جلد؛ 88 کتاب؛ 237 حدیث

در بارۀ نویسنده

Hedayatullah Zaheb

پاسخی بگذارید