اسلامی

د عیسی علیه سلام له حیات او نزول څخه انکار

نوشته شده توسط Sayed Ajmal Staialay

مرزا احمد قادیانی لومړی کس وه چې د عیسی علیه سلام له حیات او نزول څخه یې انکار وکړ چې وروسته یې بیا دا ادعا وکړه چې مسیح موعود زه یم. جاوید احمد غامدی دوهم کس دی چې په همدې عقیده دی او نن سبا لارویان هم لري. افغانستان کې د غامدیت بنسټ ایښودونکي پیروزیان (عبدالغفور پیروز او وصیل پیروز) دي. غامدیان خپلې ادعا لپاره د آل عمران ۵۵ آیت حجت ګرځوي. که څه هم د مسیح علیه سلام د حیات او نزول په هکله له سلو زیات احادیث راغلي، دا چې دوی له احادیثو نه منکردی نو دلته به د دوی ادعا د قرآن په رڼا کې ردوو. غامدي د داکتر صیب اسرار احمد رحمه الله سره په یوه مناظره کې وایي چې: د آل عمران ۵۵ آیت کې د (انی متوفیک) څخه مراد وفات یا مرګ دی .یعنې د یهودو څخه ملایکو وژغورلو خو بیا په خپل مرګ وفات شوی او د قرآن شریف په هیڅ ځای کې د ده د ژوندي پاتې کیدو په اړه څه ندی راغلي. (و ما قتلوه و ما صلبوه) په اړه وایي چې واقعا یهودو قتل په صلیب نکړ مګر په خپل مرګ ومړ .

راځو د دوی د ادعا رد ته:

وَمَكَرُواْ وَمَكَرَ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ، إِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ….. (آل عمران ۵۴، ۵۵.(

انی متوفیک: د متوفی لفظ مصدر (توفی) او ماده یې (وفی) ده، او په عربي کې یې معنی پوره اخیستل دی د عربي لغاتو ټول کتابونه په همدې شهادت ورکوي او وفأ، ایفأ ، استیفأ ، همدا معنی ورکوی. حافظ ابن تیمیه (رح) فرمایي:

( التوفی فی لغة العرب معناها القبض و الاستیفأ و ذالک ثلاثه انواع ، احدها التوفی فی النوم والثانی الموت و الثالث توفی الروح و البدن جمیعاَّ. (

داکتر اسرار احمد رحمه الله وایي: انسان له جسم ، روح او شعور څخه جوړ شوی. که الله ج له چا شعور واخلي دیته هم متوفی ویلی شو لکه د خوب حالت چې یوازې جسم او روح باقي شي او که شعور او روح یې دواړه درنه واخیستل لکه مړی دې ته هم متوفی ویلی شو.خو که الله ج درنه جسم ، روح او شعور دری واړه واخیستل دا بیا مطلق دول متوفی دی یعنې مطلق عروج دی. چې دلته د (انی متوفیک) څخه مراد پوره اخیستل او ورپسې (رافعک الی) پورته کول د آسمان په لوري دي. په دې معنی چې عیسی علیه سلام ملایکو د الله جل جلاله په امر آسمان ته ژوندی پورته کړی او د یهودو له شر نه یې په امان ساتلی.

وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ……الانعام آیه 60

ترجمه:او هغه (الله جل جلاله) دی چې تاسې خپله ولکه کې نیسی د شپې لخوا او پوهیږي په هغه څه چې تاسې یې کوی په ورځ کی…

دلته هم مونږ وینو چې د التوفی لغت د قبض او نیولو په معنی راغلی او که مونږ یې د غامدیانو د استدلال په اساس معنی کړو بیا نو داسې ویلی شو چې، او هغه (الله جل جلاله) دی چې تاسې د شپې لخوا وژني او پوهیږي په هغه څه چې تاسې یې کوی په ورځ کی. چې له دې جملې څخه هیڅ کوم مثبت مفهوم نشي اخیستل کیدای او ویلی شو چې داسې معنی کول یې بلکل غلط دی.

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا. سورة نسا (۱۵۷.

او د دوی په وینا چې مونږ وژلی مسیح عیسی د مریم زوی او دالله تعالی پیغمبراو نه یې وژلی او نه یې په دار کړی هغه، بلکې ملبس شو هغې کسانو ته چې د ده په اړه به یې مختلفې خبرې کولې په اشتباه شوی دلته هیڅ اطلاع نلري د هغه په اړه یوازې ګمان کوي او قطعا یې هغه ندی وژلی.

بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (۱۵۸) سورة نسا

مگر پورته یې کړ الله جل جلاله خپل لوري ته او الله جل جلاله غالب او د حکمت څښتن دی.

یعنې الله جل جلاله عیسی علیه سلام په خپل حکمت او قدرت سره آسمانونو ته پورته کړ نجات یې ورکړ. او یهودیان هیڅ پوه نشول. ــــ ولکن شبه لهم: تفسیر قرطبي کې راځي چې شیطان د عیسی علیه سلام ځای یهودو ته وښود څلور زرو تنو یهودو د ده منزل محاصره کړ. عیسی علیه سلام خپلو حوارینو ته وویل ایا ستاسو څخه څوک تیار دی چې بهر ولاړ شی تر څو یې یهود قتل کړي او جنت کې زما سره وي یو له هغوی دې کار ته حاضر شو. نو عیسی علیه سلام هغه ته خپل کالي او پګړۍ ورکړه کله چې بهر شو یهودو هغه ونیوه او اعدام یې کړ او عیسی علیه سلام ملایکو د الله جل جلاله په امر پورته کړل شو. (قرطبي) او په بعضو روایاتو کې راغلي چې یهودو یو کس په نامه د (طیطلانوس) یې د عیسی علیه سلام قتل ته واستاوه. دا چې الله جل جلاله عیسی علیه سلام پورته کړی وه کور کې څوک نوه کله چې دا کس بهر شو د عیسی علیه سلام په صورت وه یهودو فکر وکړ چې عیسی علیه سلام دی نو هغه ئی په قتل ورساوه. چې وروسته دوی ته شک پیدا شو چې دا عیسی علیه سلام ندی ځکه که دا عیسی علیه سلام دی بیا زمونږ ملګری څه شو.

(مظهري) دې مسئله کې یهود او نصارا شک کې دی، نو قرآن کریم د دوی اختلاف ته اشاره کوي ( ولکن شبه لهم) او بلخوا الله جل جلاله په آل عمران سوره کې دې پورته روایتونو ته اشاره کوي (ومکرو ومکرالله، والله خیر الماکرین) یعنې یهودو خپل مکر کوه او د عیسی علیه سلام د وژلو پلان یې طرح کوه بلخوا الله جل جلاله خپل تدبیر نیولی وه تر څو د دوی دا شوم پلان شنډ کړي.

که څه هم پورته اقوال نه احادیثو کې راغلي نه قرآن کې خو دا آیت ورته ښه مصداق کیدای شی د مفسرینو په وړاندې. الله جل جلاله خپل حبیب ته په سورة زخرف آیه ۶۱ کې مخاطبوي:

وَإِنَّهُ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَاتَّبِعُونِ هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ

خلکو ته داسې ووایي چې عیسی علیه سلام د قیامت نښه ده نو تاسې د قیامت په راتګ شک مکوی او زما خبره ومنی.

عن ابن عباس (رض) فی قوله تعالی (انه لعلم للساعه) قال خروج عیسی علیه سلام قبل یوم القیمه. مولانا محمد شفیع عثماني رح وایي د عیسی علیه سلام د نزول په اړه د حضرت سید محمد انور شاه کشمیري په امر مې متواتر روایات احادیث چې له سلونه اوړي را غونډ کړل شوی مجموعه د ( التصریح بما تواتر فی نزول المسیح) په نامه یادیږي.چې اوس د حلب مشهور عالم علامه عبدالفتاح ابوغده لخوا د حاشیې او شرح سره بیروت کې چاپ شوی.

د عیسی علیه سلام نزول قطعي او اجمالي دی منکر یې کافر دی (تفسیر معارف القرآن.( دا چې ولې نن سبا د عیسی علیه سلام له حیات او نزول څخه انکار کیږي د دې علت د دجال لپاره له کار کولو څخه بل څه نشی کیدای. دا چې احادیثو کې راځي چې د مهدي علیه سلام لښکر به له خراسان څخه ظهور کوي نو دوی اوس غواړي چې خلک انحراف کړي. داسې ذهنیت ورکړي چې دا هر څه یوازې افسانه ده حقیقت نلري. آیا د غامدیانو او قادیانیانو پوهه د قرآن په اړه له رئیس المفسرین عبدالله ابن عباس (رضی الله تعالی عنه ) څخه هم زیاته ده؟ د پیروزیانو د بطلان لپاره بې له دې څه ښه ثبوت کیدای شی چې د دوی لارویان او مشویقین اکثره بیدینه او سیکولر اشخاص دی. زما مشوره دا ده مخکې له دې چې د دوی د شیطانت ښکار شی یو ځل قرآن په تفسیر سره مطالعه کړی.

ماخذ:

مناظره داکتر اسرار احمد – جاوید احمد غامدي تفسیر معارف القرآن وما علینا الالبلاغ

در بارۀ نویسنده

Sayed Ajmal Staialay

پاسخی بگذارید