اجتماعی

عقل، فکر او تدبر

نوشته شده توسط جمال عبدالله افغاني

زمونږ ټولنه کې اکثره خلک دا دري کلمي سره يو شان بولي, او د عقل کلمي په ځاي د فکر او د فکر د کلمي په ځاي تدبر (تدبير) کلمه استفاده کوي, خو اصل کې هره يوه بیله معنی او بايد پخپل ځاي استعمال شي.

که وګورو زموږ ژوند د دی دري کلمو پوري تړلي او بغير د دي کلمو پر مخ نشو تلاي. همدارنګه قرانکريم کې خداي ج په ډير ځله فرمايلي او اشاره يې ورته کړي: عقل نه استفاده وکړي, فکر وکړي او غور وکړي نو دلته غواړم په لنډ ډول هر يو د قراني آيات په ذکر کولو سره واضح کړم تر څو د استعمال په طريقه يې پوه شو.

عقل يا تعقل:

عربي کلمه ده چې د تړلو مهارولو او ستايلو په مانا استعماليږي عقل له عقال څخه اخيستل شوي عقال هغه پړي ته وايې چې د اوښ د مهارولو يا له پښو څخه تړلو دپاره استعماليږي. عقل په پښتو کې د پوهي او هوښ لپاره استعماليږي.

او په اصطلاح کې عقل يا تعقل د تفکر او تدبر ذريعې او لامل ته ويل کيږي. ځکه د عقل او تعقل په ذريعه تدبر او تفکر تر سره کيږي. خداي ج په قرانکريم کې داسي فرمايې:

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُون َ[سُوۡرَةُ یُونس : 100]

ترجمه: هیڅ ساكښ د الله له اذن (ارادې) څخه پرته ايمان نشي راوړلای. او هغه کسان چي د عقل څخه کار نه اخلي الله پر هغو عذاب راولي.

همدارنګه په بل ځای کې فرمايې:

أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا

[سُوۡرَةُ الفُرقان : 44]

ترجمه: ايا ته انګېرې چي له دوى څخه زياتره كسان اوري او پوهیږي؟ – دوى خو د څارويو په شان دي، بلکي له هغو څخه هم ها خوا لار وركي دي.

عقل چې نه لري نو په سمه او غلطه نه پوهېږي ځکه هغو ته قران کې د حیوان خطاب شوای.

فکر يا تفکر:

په لغت کې د ذهن ټول حوادث, سوچ, پام ته ويل کيږي.

او په اصطلاح کې فکر يا تفکر د دوه يا څو مختلفو مثالو تر منځ توپير پلټل او انتخاب

تر څو يو انتخاب غوره کړي.

همدارنګه په قران کريم کې د فکر کلمه ډير ځله ذکر شوي خداي ج قرانکريم کې فرمايې:

قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ اللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ إِنِّى مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحٰىٓ إِلَىَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِى الْأَعْمٰى وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ [سُوۡرَةُ الانعَام : 50]

ترجمه: [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: “زه تاسي ته دا نه وايم چي زما سره د الله خزانې دي. نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چي زه پرښته يم. زه خو یوازي د هغي وحیي پيروي كوم چي ما ته را استوله کیږي.”- بيا له دوى څخه پوښتنه وکړه: «ايا ړوند او لیدونکی دواړه برابرېداى شي؟ ايا تاسي فكر نه كوئ؟»

تدبر يا تدبير:

د (دبر) څخه اخيستل شوي په لغت کې غور, سنجش ته وايې.

په اصطلاح کې تدبر يا تدبير د کړني يا د مسالي عواقب سنجول او د هغه راتلونکې سنجده شوي عاقبت لپاره مناسب احتياط نيول او اقدام تر سره کول دي.

د دې کلمي په باره کې خداي ج په قرانکريم کې په مختلفو ځايو کې ذکر کړي لکه د مثال په طور يو ځاي کې دا ډول فرمايې:

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْءَانَ أَمْ عَلٰى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَآ

[سُوۡرَةُ محَمَّد : 24]

ترجمه: ايا دوى پر قُرآن غور ندى کړی، يا که پر زړونو باندي یې قلفونه وهل شويدي؟

البته مخکې یادونه شوې وه چې تدبر يا تدبير د کړنې یا د مسالې عواقب یا راتلونکی عاقبت سنجول او د هغه راتلونکي سنجهول شوي عاقبت لپاره مناسب احتیاط نیول او اقدام ترسره کول دي وروسته له عقل او تفكر څخه.

بلاخره ويلي شو چې:

لومړی عقل اړین دی.

دوهمه رتبه د فکر او تفکر ده.

لوړه رتبه د تدبیر ده.

ځینو خلکو ته یواځې عاقل ویل کېږي.

ځینې یوه رتبه لوړ متفکرین دي.

در بارۀ نویسنده

جمال عبدالله افغاني

1 Comment

پاسخی بگذارید