اجتماعی اسلامی

د دجال جنسي انقلاب

نوشته شده توسط Hedayatullah Zaheb

د ښځه پالنې ناوړه دود/ زن گرایی/ (Feminism) انقلاب په ۱۹۷۰ ميلادي کال کې د لومړي ځل لپاره په اروپا کې رامنځته شو، د دغه انقلاب څخه موخه د نر او ښځې ترمنځ په هره برخه کې د مساوات رامنځته کول و، چې ځينې موخې يې په لاندې ډول دي:

  • د کوچني د سقط حق
  • په کور کې د نر او ښځې د کار مساوي حق
  • د ښځې خپلې خوښې جامې اغوستل
  • د يواځي والي او ځنګل ژوند
  • تناسل پرستي
  • کورني نظام ړنګول
  • ازاد او خپلې خوښې ژوند کول

د فيمينيزم د پيل سره سم د دغه موخې ته د رسيدو لپاره څو ډلې جوړې شوې، چې هرې ډلې هڅه دا وه ترڅو فیمینيزم ته په خپله خوښه يو چوکاټ جوړ کړي او څومره ژر، چې وي په ټوله نړۍ کې په نوې بڼه نا مشروعه جنسي انقلاب رامنځته کړي، د دغو ډلو څخه ځينو داسې نظريه در لوده، چې انسان په پخوا زمانو کې بې کوره و او همداسې به لکه د ځنګل د حيوان په څېر ژوند کاوه او چې له هرچا سره به يې خوښه شوه؛ نو جنسي اړيکې به يې ساتلې، بله داسې ډله وه، چې هغوئ ويل د تاريخ په اوږدو کې سړيو پر ښځو زیاتی کړی دی او ښځې بايد د نارينه و له اسارته ووځي، دوی ويل، چې نارينه و ځينې کليمې له خپلو نومو څخه جوړې کړي دي لکه (History) ، چې معنی يې ده (Human story) دوی ويل، چې په تاريخ کې هم د سړیو ذکر شوی دی او د دې کليمې نه موخه د نارينه و تاريخ دی، دوی همدارنګه د (woman) په لغات هم نيوکه کوله، چې دې کې هم د سړی نوم wo- man ذکر شوی دی.

د دغو ډلو يواځينی هيله او ارزدو داده، چې ترڅو ښځو حقوقو په نوم ښځې بد بخته کړي او له هغوئ څخه د جنسي الې په توګه ګټه پورته کړي او يو شمېر نورې داسې ناخوالې رامنځته کړي، چې بيا به د نارینه او ښځينه ترمنځ هم توپیر نه کيږي لکه څرنګه، چې اوس په غرب کې د ليز او همجنس بازۍ په شان ناوړه اعمال تر سره کیږی او دې برخې ته پراختیا ورکول کيږي.

زمونږ خوږ پيغمر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ((قيامت ته نږدې به ښځې د نارينه و پیښې کوي او د نارینه په شان جامې به اغوندي…((

image.jpg

ښځې ولې د نارینه په شان جامې اغوندي؟

ددې لپاره، چې ښځې هم په ټولنه کې د نارينه په شان رول ولوبوي او په دې سره ښکاره کړي، چې ښځې هم د نارينه په شان لباس اغوستلی شي، چې له همدې لارې نامشروعه اعمالو ته لاره هواره کړي او يا هم نارینه د ښځو کالي اغوندي لکه څه موده مخکې، چې د مدني حرکت په نوم د بې غيرته او بې ضميره ځوانانو يوه ډله ښار ته راووتله او فيمينيزم ته د ودې او ښځو حقوقو د تحقق په برخه کې يې د ښځو بورقې اغوستې وې.

د اسلام مبارک دين ښځې او نر ته مساوي حقوق ورکړي چې يو ته يې معنوي او بل ته یې ظاهري يې ويل کيږي، په معنوي لحاظ د ښځې او نارینه ترمنځ توپیر نشته او دواړه به د خپلو نيکو او بد اعمالو په لرلو سره مکافات او مجازات کيږي؛ خو په ظاهری بڼه بيا د ښځې او نارينه حقوق يو ډول ندي او په ځينو برخو کې بيا د ښځې حقوق تر نارينه و هم پورته دي، الله پاک په خپل حکمت سره نارينه او ښځې ته حقوق ورکړي دي او د دواړو بیولوژیکي، فزيکي، رواني او احساسي او نورو ته په کتو حقوق او امتيازات ورکړي دي د مثال په توګه ښځه په فزيکي لحاظ کمزورې او ناتوانه ده، نو نفقه يې د نارينه پر غاړه کړېده او ښځې ته يې د بچيو روزنې او کور کارونو سمبالولو کې مهارت، پوهه او حوصله ورکړې.

دغه راز اسلام د ښځو له کار سره مخالف ندی، که چيرې په یوځای کې شرعی موانع او د فحشاء ویره نه وي؛ نو بيا ښځه هم کولای شي، چې په شرعي حجاب کې کار وکړي، چې د خدمت په مقابل کې به يې الله پاک اجرونه هم ورکوي.

د صحیح مسلم د ۷۰۲۸ حدیث شريف له مخې((دجال به په دې نړۍ کې څلوېښت ورځې ژوند وکړي، يوه ورځ به يې یو کال، دويمه ورځ به يې یوه میاشت او درېيمه ورځ به يې يوه اوونۍ وي او پاتې ديرش ورځې به يې د نورو عادي ورځو په ډول وي، چې د لومړنيو درې ورځو پرته به په پاتې اوه ديرش ورځو کې د ځينو سیمو پرته د نورو سيمو انسان به وکولای شي، چې د جال عليه لعنت وويني))…

د دجال راوتو ته نږدې به ټوله نړۍ کې د فيمينيزم وحشت خپور شي او په يو روايت کې راځي، چې ((د دجال تر ټولو ستر پيروان به يهود او ښځې وي))…

د قيامت ورځې نږديوالي په اړه حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم یوه وړاندوینه داده، چې ((د ښځو به کالي په تن وي؛ خو بيا به هم بربنډې وي((…

د دجال د جنسي انقلاب مخکښان به دا زمينه برابره کړي، چې ښځې به کولای شي، چې د خپلې خوښې هر ډول جامې يې زړه وغواړي اغوندي او که څوک د دې ډول جامو سره مخالفيت څرګند کړي هغه به له تمدنه لرې او د لومړي قرن انسان بلل کيږی.

نن سبا مونږ په خپلو ښارونو او ګاونډيو هیوادونو کې وینو، چې د ښځو داسې لباسونه په تن دي، چې د جناب رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د وينا صدق په بشپړ ډول کوي، چې یو له دغو جامو څخه(چسپې جامې، چې بدن پورې نښلي، لوي ګريوانونه، جال کالي، چې بدن ترې ښکاري…) ليدل کيږي.

د ښځو ظاهری ښکلا څخه باطيني ښکلا ډيرمهمه ده، او پکار ده، چې خپله ظاهري بڼه داسې وساتي، چې نارینه تحريک نه کړي، کله چې ښځې په کور او بهر کې نيمه بربڼدې جامې اغوندي، د ستر او حيا خيال نه ساتي؛ نو په پايله به يې داشي، چې نارينه به تحريک، تحريک او بيا هم تحريک شي او نارينه به د ښځو د اندامونو سره داسې عادي شي، چې بيابه نشي کولای حتی خپله ميرمن ارضاع کړي او بیا به داسې يو حالت رامنځته شي، چې نارينه به د ښځو جامې اغوندي او همجنس بازۍ ناوړه عمل ته به لمن ووهل شي لکه نن سبا، چې په غربي هېوادونو کې د همجنس بازۍ ناوړه عمل قانوني کيږي او حتی دوو نارينه و ته د نکاح سندونه هم ورکول کيږي او دوه نارينه ان یو د بل ښځه او خاوند هم جوړیږی او په فرزندۍ ځانته اولاد نیسي، چې تر ټولو عجبه يې بيا داده، چې دوی کې به کوم د مور او کوم يو دپلار رول د اولاد لپاره لوبوي؟

کله، چې ښځه خپل بدن ښکاره کړي، زنا عامه شي او حيا لمنځه لاړه شي؛ نو جناب حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په دې هکله فرمايلي، چې ((خلک به د خره په شان په عام محضر کې جنسي عمل تر سره کړي…)) لکه زمونږ ګاونډي هیواد ترکیه کې، چې څو ورځې د حق او عدالت ګوند په انتخاباتو کې بريا ومونده او د یاد ګوند پلويانو د خپلې بريا د خوښۍ په درشل کې داسې جامې اغوښتي وې، چې له ورايه پکې دجالي انقلاب ښکاريده او په سړکونو او واټونو کې یې ښځو او سړیو داسې کارونه وکړل، چې د يو اسلامي هېواد لپاره تر دې بل لوی شرم نشته دی.

نن سبا په پټ ځای کې هم جنسي عمل پټ نه پاتې کيږي او حتی ځينې ښځې او خاوندان د خپلو جنسي اړیکو لوڅ فلمونه په انټرنيټ کې خپرې وي، ترڅو نور خلک هم دغه ډول ناوړه کارونو ته را وبولي او ورسره يې عادي کړي اوس نو کله، چې ښځه او سړی يواځې او يواځې د جنسي شهوت داشباع په موخه يو ځای کيږي او د زړه مينه او احساس ونلري دوی بیا غواړي، چې د نورو نارینوو او سړیو سره هم جنسي اړيکې وپالي، چې بيا يې لامل داشي، چې نور ورته جنسی مقاربت خوند نه ورکوي او د خوند لپاره د نويو لارو چارو پرديو نارینه و، حيواناتو او ماشومانو څخه کار اخلي او د جنسي عمل معتاد شي، چې اوس اوس به غرب کې اکثره خلک په نا مشروعه جنسی اړیکو روږدي شوي، چې روږدوالی يا اعتیاد يې د سترې تباهۍ سبب ګرځيدلی او هڅه کوي، چې خپله خو د تباهۍ کندې ته غورځيدلی د مختلفو لارو مسلمانان هم له ځان سره د تباهۍ او بدبختۍ کندې ته و غورځوي.

ټول پر دې پوهيږو، چې الله پاک د پیغمرانو کيسې مونږ ته د نصيحت او پند په موخه بيان کړي دي، چې یوه له دې کيسو څخه د حضرت لوط عليه سلام د قوم کيسه ده، د لوط علیه سلام قوم لواطت او نا مشروع اړيکې روا او قانوني وبللې، چې د الله پاک له عذاب سره مخ شول او پديتوګه ټول تباه او برباد شول.

د دجال جنسی انقلاب په لړ کې اوس په امريکا او يو شمیره اروپايي هیوادونو کې همجنسي بازي اوج ته رسیدلې او ځينو هیوادونو خو بيا همجنسبازانو ته د نکاح اسناد هم ورکړي دي.

article-2625242-1DBC0F8C00000578-806_634x447.jpg

شاوخوا شل کاله وړاندې د زيمبابوی ريیس جمهوزر موګابي غربی صهيونیستانو سره معاهده لاسليک کړه، چې په دغه هیواد کې د سپين پوستو لخوا غصب شوې ځمکې به دوی ته ورکول کیږي او هم به د غرب قانون په خپل هیواد کې پلی کړي، د زيمبابوی هوښيار ولس موګابي پسې را راپورته شول، کله چې نوموړی پوه شو چوکۍ له لاسه ورکوي، نو له سپین پوستو امریکایانو څخه يې د زيمبابوی د خلکو ځمکې واخيستې او د دهیواد پر وګړو یې وويشلې او هم يې د همجنس بازۍ قانون سره مخالفت څرګند کړ.

امريکا او غربي هېوادونو د زيمبابوی د دې کار سره سخت خفه شول او عکس العمل يې داو، چې پر نوموړي هیواد يې کلک اقتصادي بنديزونه ولګول، چې اوس ویل کیږي په یاد هیواد کې په مبايل کې يوه دقيقه خبرې کول شاوخوا دوه مليونه زيمبابوي ډالر لګښت لري.

دې پايلې ته ورسيدو، چې غرب هڅه کوي دجالي فتنې په تيره بيا جنسي انقلاب په ټوله نړۍ کې رامنځته کړي او که څوک يې ور سره نه مني؛ نو د دوی د تند غبرګون سره به مخ کيږي، اوس نو پکار ده، چې د ښه ژوند کولو په موخه او د غربيانو د شومو اهدافو دمحوه کولو لپاره خپله ځانونه او کورنۍ اګاه کړو ترڅو د دجالي فتنو ښکار نشو او د دې نړۍ ژوند ته په اخروی ژوند غوره والی ور نه کړو بلکې هڅه وکړو، چې تر څو ښه مسلمانان و اوسو خپل هیواد اوخلک د غربيانو او کفارو له شر او فتنو څخه په امن کې وساتو.

در بارۀ نویسنده

Hedayatullah Zaheb

تبصره ها

  • سپاس فروان از موضوعاتی خوبی که آماده میسازید بسیار علاقمند اشتراک در مبارزه و همکاری با شما هستم

  • سلام و احترام اين ممنون از اينکه مقالات و موضوعات خوب را نشر ميکنيد, اين مقاله را بنده نويشته کرده است البته من هم از چند منابع در اين مقاله کومک گرفته ام که يک اش هم سايت مبارزه است, اگر در اين مقاله اسم بنده هم نويشته کنيد خوش ميشوم و در اينده کوشش ميکنم در بخش مقالات پشتو و دری باشما کومک نمايم.
    خوش باشيد
    ستګر پښتون

پاسخی بگذارید