مشهور فیلسوف جورج سنتیانا وايي: هغه کسان چې د تېر تاریخ په اړه نه پوهېږي په تکرار محکوم دي. د دغه پوښتنې ځواب چې) امریکا د روم تېروتنې تکراروي؟ (د تاریخ پوهانو په باور یو ښه او قوي) هو (دی، خو ځينې تاریخ پوهانو د دغو تېروتنو په اړه د نظر اختلاف لري، ځینې دا تېروتنې د روحیې زوال بولي، خو ځینې بیا وايي ډېر تکبر او ظلم به د دغه هېواد د زوال سبب شي.
ورته والي:
-
د واک چلونې وړتیا: روم په خپل وخت کې تر ټولو ستر قوت و، دوه کاره دي چې دا دواړه سره ورته کوي. د بېلګې په توګه له نظامي اړخه هغه وخت روم
مخکښ و اوس امریکا، همداسې له فرهنګي اړخه هم روم مخکښ و، اوس امریکا درواخله هغه هم له فرهنګي اړخه ښه ده.
-
وسعت: روم او امریکا د وسعت له مخې سره ورته دي، د هغه وختروم او مدیترانه چې ۳ میلیونه متره مربع وسعت یې لاره د امریکا له ۴۸ ایالتونو سره ورته او برابر بللی شو.
-
نړیوال نفوذ: دغو دواړو امپراطوریو په نړۍ کې د فرهنګي، اقتصادي، نظامي او اداري سیستمونو له اړخه نوم لاره. ډېر خلک یې په اړه پوهېږي؛ په هغه وخت کې هېچا د روم ماتې ممکنه نه بلله، د امریکا په اړه هم ډېر خلک دا نظر لري.
-
فرهنګي ورته والی: د بیان آزادي په پخواني روم او اوسنۍ امریکا کې سره ورته ده، امریکا نن په رادیو، تلویزیون او نورو تیاتري پروګرامونو کې حکومت ځپي، رومیانو به هم د هغه وخت حکومت په ځينو طنزي او ډارماتیکو ادبیاتو کې ښه ټکولو.
-
انتخابات: دوی به هم ځانونه د خلکو لخوا ټاکل شوي حاکمان ګڼل او د امریکا حکومت هم دا خوی لري ځان د خلکو منتخب حکومت بولي.
توپيرونه:
-
تکنالوژي: روم سره له دې چې ډېر پراخ و او ډېر قوت یې هم لاره خو بیا یې هم و نه شوی کړی چې ځان د وسپنې له پېريه راوباسي، خو امریکا د ډېر لنډ تاریخ په لرلو په ډېر کم عمر کې ځان د ټکنالوژۍ او معلوماتو همدارنګه د بیولوژۍ اونور علومو په برخه کې ورساوه او پر صنعتي هېواد بدل شو.
-
مریتوب: روم د مریتوب پلوی و، د مرېیانو په ساتلو یې پيل وکړ، دوی د فکر د وسعت مخه نیوله، خو امریکا له مریتوب نه پيل وکړ، مریتوب یې له
منځه یووړ؛ بیا یې خلک د ځان مریان کړل او په خواشینی سره باید ووایم چې دې برخې ته ډیر کار کوي دا مریتوب د اوستايي پېر مریتوب نه دی دا مدرن مریتوب دی اقتصادي مریتوب ورته ویلی شو.
-
ټولنیزې طبقې: د روم امپراطورۍ په خپل وخت کې د متوسطې طبقې په نامه څه نه پيژندل، یوازې لوړه او ټيټه طبقه خلک و، خو په امریکا کې متوسطه طبقه تر ټولو ډېره برخه جوړوي خو د امریکا وروستي سیاست دا طبقه له رکود سره مخ کړې ده، ښایي ډېر ژر یې شمېر کم شي او ټيټه طبقه لوړه شي.
-
د جنست حق: امریکا د روم د امپراطورۍ په پرتله څو برابره ښځې ته ارزښت ورکوي.
د له منځه تلو لاملونه:
-
د امریکا لومړنۍ تېروتنه د ځان په اړه شته لیدلوری دی. امریکا یوه ستونزه لري هغه دا چې هرڅه په خپل واړه اقلیت کې ګوري. امریکایان دا فکر کوي چې د نړۍ ټول پوهان هماغه څو کسه دي چې په واشنګټن کې ژوند کوي، همدارنګه همدا پوهان هم امریکا هر څه بولي لکه د روم امپراتورۍ چې دا کار کړی و. دوی امریکا تر شته اهمیت لوړه او بره بولي. دغه کسان د امریکا په پېژندلو کې له غلو کار اخلي او همدا لامل دی چې په ډېرو نړیوالو مسئلو کې په یوازې ځان لاس وهي.
-
نظامي قوت: روم د خپلو سرتېرو له کموالي ځورېدلو، امریکا هم د نړۍ په ځینو برخو کې د بهرنیو سرتېرو په ګمارنه لاس پورې کوي، دا په اوږد مهاله کې حل لاره نشي کېدلی، ځکه دا هېوادونه تر ډېره دوی ته واک نه ورکوي چې له سرتېرو یې د امریکا کار واخلي، لکه کانادا د امریکا تر ټولو نږدې ملګری هېواد دی، خو له منځنۍ اسیا یې خپل سرتېرې وایستل همدارنګه ځینې اروپایي هیوادونه هم نه غواړي په ډېرو برخو کې له امریکا سره د کسانو مرسته وکړي.
-
نړۍ لید: دا هم هغه تېروتنه ده چې روم لرله او اوس یې امریکا تکراروي. که پوه شوې چې هېواد دې ډېر ارزښت لري، نو بیا د دې کوښښ کوې چې نور هېوادونه بې ارزښته وښيې، تر ټولو مهمه دا چې کوښښ کوې د نورو هېوادونو وړتیاوې په ټيټه سترګه وګورې او یا یې په نشت حساب کړې؛ روم پر ځان ډېر ډاډه و، خو کله چې د جرمني وړې اردو د روم دری ډلې ماتې کړې خپل دا نړۍ لید یې بې ځایه وباله.
-
خصوصي کول: خصوصي کول یوه له هغو تېروتنو وه چې رومیان یې له ماتې سره مخ کړل، امریکا هم اوس کوښښ کوي چې آن ځينې عامه کارونه خصوصي سکتورونو ته وسپاري.
-
مدیریت: د ننۍ امریکا په څېر روم هم ډېر وسعت لاره، کارونه یې ډېر وو، نو د مدیریت له ستونزې سره مخ شول ځکه څومره چې کارونه ډيرېږي هغومره یې مدیریت ستونزمن وي، دا کار د دې سبب شي چې ورو ورو ځينې شیان له کنتروله ووځي.
-
بهرنۍ جګړه: له تېرې پېړۍ راهیسې امریکا په جګړه کې ده، کله له جګړې وروسته حالت خپلوي، خو کله د جګړې د تیارۍ په حالت کې وي. د امریکا فطرت له جګړې سره مینه لري، له لومړۍ نړیوالې وروسته دویمه، له دویمې وروسته اوس په آسیا او ځینو نور هېوادونو کې په جګړو کې ګوتې وهي. آن تر دې چې د ډېرو جګړو پړه هم د امریکا پر غاړه ده، دا اړخ یې له رومي امپراتورۍ سره ورته دی. دوی هم له جګړو سره مینه لرله، ۵۰ کاله یې د اېټالیا په جنوبي جزیره کې جګړه وکړه، د پيرهیک، پونیک، مقدونیه، جوګورتاین او نورې جګړې یادولی شو.
-
د سیاسي هوکړه لیکونو له منځه تلل: نن په امریکا کې دوه لوی حزبونه تر ډېره د قدرت تږي دي، دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي. هر یو غواړي د امریکا د خلکو چوپړ وکړي، دا دواړه د پخواني روم د دوو حزبونو ارستوکرات او پاپولیست ته ورته دي.
-
د کورنیو اړیکو زوال: جوزف دنیل انوین مشهور انګریز انسان پيژندونکی په خپل یو مشهور کتاب جنسي اړیکې او فرهنګ ۱۹۳۴ م( کې لیکي: « هغه فرهنګونه چې تر ډېره اخلاقي اړیکو ته ارزښت ورکوي بریالي او ګټور فرهنګونه دي، د هغو فرهنګونو په پرتله یو په سله وده کوي چې هلته پر جنسي اړیکو کوم محدویت نه وي. » کارل ویلسن په خپل کتاب) د سپوږمۍ ګډا په مرګ بدله شوه (کې لیکي، په پخواني روم کې کورنی اړیکې له منځه ولاړې په تېره بیا په غربي روم کې، په روم کې د کورنیو اړیکو د زوال اوه مرحلې لرلې.
لومړی: نارینه د عباداتو او نورو موخو لپاره د خپلې کورنۍ له رهبرۍ لاس اخلي، د معنوي ارزښتونو وده دویمې درجې ته رالوېږي، د خلکو باور د خدای پر وړاندې طبیعي، مادي او میخانيکي اړخ اخلي.
دویم: نارینه د مادیاتو د ترلاسه کولو، د سیاسي، فرهنګي او نورو قدرتونو د ودې لپاره خپلو ماشومانو او ښځو ته پام نه کوي، مادیات پر افکارو حکومت کوي.
درېیم: دا مرحله په جنسې اړیکو کې د بدلون مرحله ده، هغه کسان چې پر سوداګرۍ او نور چارو بوخت دي خپلو مېرمنو ته وخت نه ورکوي، دوی دې ته اړ شي چې له نورو سره جنسي اړیکې ټينګې کړي، په پخواني روم کې هم خلکو همجنس بازۍ ته مخه کړه نن په امریکا کې هم دا لړۍ روانه ده.
څلورمه مرحله: پر ښځو اغېزه کوي، ښځه له خپلو ماشومانو سره یو ځای په کور کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، هغه ښځه چې نارینوو یې ارزښت نه دی ورکړی دوی ډېر ژر د خپل ځان د خپلواکۍ لپاره مټې رانغاړي، نو د دې لپاره چې قوت پیدا کړي د پیسو په ګټلو لاس پورې کوي، نو دوی له واده پرته جنسي اړیکې پيلوي د دوی موخه دا نه وي چې کورنۍ جوړه کړي د دوی موخه یوازې جنسي لذت وي.
پنځمه مرحله: ښځه او نر د خپل کور د رهبرۍ او د اولادونو د مینې د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره رقابت کوي، دا د دښمنۍ، ناهیلۍ او د ماشومانو تر منځ د همجنس ګرایۍ سبب ګرځي، په پای کې د کور دا دواړه مشران سره بېل شي او یوه کورنۍ په بیلارېتوب سر شي.
شپږمه مرحله: فرد پالنه، په ټولنه کې فرد پالنه ډېره شي، د خلکو ترمنځ د افرادو واړه ګروپونه جوړ شي، دا په خپله د ټولنې د کمزورۍ سبب شي، همدارنګه کم زېږون په ټولنه کې د ډېر عمره کسانو د ډیروالي سبب ګرځي. په دې توګه پر خدای باور له منځه لاړ شي، کار د مور او پلار له کنټروله ووځي، معنوي ارزښتونه تر پښو لاندې شي، دغه کار پر اقتصاد او حکومت مستقیم اغېز لري. دا مرحلې د کورنۍ د له منځه تللو سبب شي، نو همدغه لاملونو د روم امپراتوري را وپرزوله، همدا بهیر په امریکا کې هم روان دی، تاسې د امریکا روان حالت ته وګورئ او هغه شپږ مرحلې چې په پخواني روم کې رامنځ ته شوې وې څومره سره ورته دي.
-
معنوي زوال تاریخ پوهان د روم د امپراتورۍ د زوال یو لامل معنوي کمزوري بولي، دا هم بېلې مرحلې لري. لومړی مرحله: خلک له خدای نه لرې شي، د مخلوق په پالنه لاس پورې کړي، مخکې به خلکو بوتونو ته سر ټيټاوه، خو اوس خلک خپلو پیسو ته سر ټيټوي، خلک ناشکره شوي دي، خالق ته درناوی نه لري. دویمه مرحله: جنسي غوښتنې له غیر طبعي لارو ځوابوي. کله چې خلک له خدای نه لرې شي، ګناه او هغه کار چې ګناه او ثواب ټاکي د خلکو لخوا ټاکل کېږي، خدایي احکامو ته ارزښت نه ورکوي، دا په خپله د بې قانونۍ او ګډوډۍ سبب ګرځي. په پای کې د خدای قهر ورباندې وشي او خلک دې ته اړ شي چې خپل حساب تصفیه کړي، خپله مقاله د ابن کثیر په دې خبر پای ته رسوم چې وايي: که الله ﷻ وغواړي چې کوم شی پای ته ورسېږي نو د هغه د ورکېدو لپاره لاملونه پخپله پیدا کوي.