اسلامی سیاست های جرمی

آل سعود ولی مهدی (ع) نه انکار کوی

نوشته شده توسط Sayed Ajmal Staialay

د مهدي (ع) منکرین د اسراییلو او آل سعود اجیر مبلغین دی. ولې نن سبا دا اجیر مبلغین لکه عبدالغفور پیروز، وصیل پیروز او مریدان یې د خراسان زمین لپاره ټاکلی شوی؟ د دې خاورې د انتخاب علت څه دی؟ دا ځکه چې د مهدي (ع) لښکر به له همدې خاورې څخه وی، د مهدي (ع) دښمن غواړي چې د دې خاورې اوسیدونکو ته شک ور واچوي. چې ګواکي د دې په نامه څوک راتلونکي ندی، دوی ادعا لري چې د مهدي (ع) په اړه احادیث ضعیف دی. او په صحیح بخاری، صحیح مسلم کې د مهدي (ع) په اړه احادیث نشته چې د دوی دا ادعا کاذبه ادعا ده . مونږ به دلته د دې دواړو معتبرو کتابونو څخه احادیث را نقل کړو؛مهدي (ع) به لومړی د آل سعود پادشاهي ختموي بیا به اسراییل له منځه وړی، ټول یهود به له منځه وړي د امت مسلمه دواړې قبلې به د استعمار څخه خلاصوي. خلافت به له مکې او مدینې څخه احیا کیږی، هر بل ادعا کونکی خلافت له بل ځایه کاذب دی.  کله چې مهدي (ع) ظهور وکړي نو له مدینې څخه مکې ته به ولاړ شی مقام ابراهیم سره به ولاړ وی او ژاړي به حق پلوي علما به یې وپیژني، دوی به ترې وپوښتي چې ته مهدي نه یې؟ دی به ووایي نه، انکار به وکړی دوی به ورته  وایی چې نه ته هماغه مهدي یې چې مونږ ته ستا په اړه رسول الله ص ویلي، پس له دیر تاکیده نو دی به ورته ووایی چې هو زه هماغه مهدي یم. نو د مهدي (ع) سره لومړي بیعت کونکي به د حق د لارې علما وی، سعودي یګانه ملک دی چې اکثره علما یې په زندانونو کې شپې سبا کوی.  یوازې هغه علما آزاد دی چې د آل سعود ملاتړي دی، تقریر او خطبه ورته د حکومت لخوا ورکول کیږي. هیڅ عالم په سعودي کې د مهدي (ع) په اړه څه نشی ویلی د اسراییلو او آل سعود رابطه! شیخ عمران حسین وایي اسراییل او آل سعود سره خویندې دی، دواړه د عثماني خلافت وروسته د انګریز لخوا احیا شول او د امریکا لخوا حمایه کیږی. اسراییلو د مسلمانانو لومړۍ قبله او آل سعود دوهمه قبله استعمار کړې، دواړه د خلافت د احیا پر وړاندې خنډ دي. کله چې عمر شریف د عربو مشر انګریزان د خلافت په ورانولو کې کمک کړل نو وروسته پوه شو چې ده څومره لوی خیانت د مسلمانانو په حق کې کړی نو په حجاز کې یې خلافت اعلان کړ.  انګریزانو هدف د خلافت له منځه وړل وه نو مخکې له مخکې یې د عمر شریف یو لچک، بې بندباره او عیاش سپه سالار روزلی وه او حمایه کولو یې چې عبدالعزیز ابن محمد آل سعود نومیده.  نو فورآّ په عمر شریف یې کودتاه وکړه چې عمر شریف اردن ته وتښتید او هلته یې پادشاهي اعلان کړه چې ننی پادشاه د هغه لمسی دی . دلته وه چې عبدالعزیز په نجد کې پادشاهي اعلان کړه، انګریزانو له عبدالعزیز سره داسې تړون امضا کړی وه چې مونږ به د میاشتې ۵۰۰۰ پونډه درکوه او ته به د هغې په مقابل کې د خلافت په ورانولو کې زمونږ یاري کوی . کله به چې ترې وپوښتل شول چې ولې له انګریزانو پیسې اخلې ده به ویل دا خو ماته جزیه راکوی. عبدالعزیز د خپل ملک د وسعت لپاره مجبور وه چې قبایل او ښارونه لاندې کړي، نو د دې کار لپاره ده ته جواز په کار وه یعنې یوه بهانه. دې وخت کې د محمد بن عبدالوهاب نوم پر ژبو وه چې خپل افکار لري چې له وجه یې له کور اوکلي فراري شوی او نن سبا یې د قتل تابیا نیول کیږي. محمد بن عبدالوهاب آل سعود کورنۍ ته پناه راوړه،محمد ابن عبدالوهاب ته د ده د افکار مخالف مشرک مباح الدم ښکاریده. مال یې باید غنیمت او ښځې یې کنیزې کړل شي. عبدالعزیز ته د محمد افکار یوه ښه وسیله د ده هدف ته رسیدلو لپاره څرګنده شوه. نو لومړی همدوی ورسره بیعت وکړ . پس له هغې یې په قبایلو او ښارونو د محمد د افکارو نه منلو په وجه اکثره خلک تر تیغ تیر کړل، مالونه غنیمت او ښځې کنیزې کړل شوی. په دې سره سفاک او زاني عبدالعزیز د سعودي شاهي صهیونستي نظام تهداب کیښود. حجاز (مکه او مدینه ) یې هم په خپله پادشاهي کې شامل کړل او د تل لپاره یې د خلافت سره مخه ښه وکړه . د عبدالعزیز واک ته رسیدل او د ده ظلم او وحشت په خپله لویه فتنه وه. رابه شو چې آیا رسول الله ص د دې وړاند وینه کړې که نه؟

عَن ابن عُمر قَالَ ذَکرَ النَّبِيُّ(صلى الله عليه وسلم): «اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا في شامِنَا، اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا في يَمَنِنَا». قَالُوا: وَفي نَجْدِنَا. قَالَ: «اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا في شامِنَا، اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا في يَمَنِنَا». قَالُوا: يَا رَسُولَ الله وَفِي نَجْدِنَا. فَأَظُنُّه قَالَ في الثَّالِثَة: «هُنَاکَ الزَّلاَزِلُ وَالْفِتَنُ، وَبِهَا يَطْلُعُ قَرْنُ الشَّيْطَانِ» رواه البخاری

 ژباړه: د عبدالله ابن عمر رض څخه روایت دی چې رسول الله ص وفرمایل ( ای خدایه ته مو شام را ته نیکمرغه کړه، ای خدایه ته مو یمن را ته نیکمرغه کړه، دلته اصحاب کرامو (رض) رسول الله ص ته وویل زمونږ نجد لپاره دعا وکړه. رسول الله ص بیا هماغه خپله لومړۍ دعا تکرار کړه،اصحابو بیا د نجد لپاره د دعا غوښتنه وکړه دا ځل رسول الله ص ورته ویل په نجد کې به سرګردانۍ او فتنې را واقع شی، ښکر د شیطان یعنې ګروه او قدرت د شیطان به له هغې ځایه ظهور وکړي.  

دا حدیث په مختلفو عبارتونو سره بخاري،مسلم،احمد بن حنبل،ترمذي،مالک بن انس،ذهبي را اخیستی او له عبدالله بن عمر، ابوهریره، ابومسعود انصاري څخه روایت شوی. علما خصوصا شیخ عمران حسین په دې نظر دی چې قرن الشیطان همدا آل سعود دی بعضې ادعا کوی چې د حدیث اشاره د سعودي نجد ته نده خو رسول الله (ص) اشاره مشرق ته کړی او دی په مدینه کې وه.  نجد د مدیني شرق خواته واقع دی بل اصحابو ورته ویلي وه زمونږ نجد دا د زمونږ کلیمه خپله دا ثابتوي چې منظور د سعودي نجد دی . تر ننه سیاسي او نظامي واک د آل سعود او محاکم، مدارس، دارالافتا، اکثره دینې چارې د آل شیخ (د محمد بن عبدالوهاب د اولادې) په واک کې دی، همدا دوې کورنۍ د عربستان سعودي وچه کنترولوي.  شیخ عمران وایې:  آل سعود قرن الشیطان یدمرون الیمن مبارکة بعد تدمیرهم الشام المبارکة؛ آل سعود د شیطان ښکر مبارک یمن ورانوی پس له هغې چې مبارک شام یې وران کړ.  شام ولې مهم دی؟ د قیامت د علایمو دری نښې "عیسی (ع)، دجال او مهدي (ع)" دا دری سره به په شام کې ظهور کوي.  او د یمن په عدن سیمه کې به اور راووځي له ځمکې او خلک به جمع کوی او دا به د قیامت آخرینۍ لویه نښانه وی.

  رسول الله ص فرمایي: «وَآخِرُ ذَلِكَ نَارٌ تَخْرُجُ مِنْ الْيَمَنِ تَطْرُدُ النَّاسَ إِلَى مَحْشَرِهِمْ» مسلم (2901)

 په آخر کې به یو اور د یمن طرف نه راووځي چې خلک به د محشر میدان ته ورټولوي  

. بل ځای فرمایې «وَنَارٌ تَخْرُجُ مِنْ قُعْرَةِ عَدَنٍ تَرْحَلُ النَّاسَ»

«او اور به د عدن له عمق څخه رواځي چې خلک به کوچوي» نو شیخ عمران وایی آل سعود قرن شیطان د دې نښو د تحقق لپاره شام کې اور بل کړ او اوس یمن کې اور بلوي.  د اسراییلو د دښمنۍ د اثبات لپاره به همدا کافي وی چې دجال به د دوی له نسله وی، په اصفهان کې به دنیا ته راځي. لکه څرنګه چې مونږ د عیسی (ع) نزول او د مهدي (ع) ظهور ته منتظر یو همداسې اسراییل د دجال ظهور ته سترګې په لار دی عیسی (ع) او مهدي (ع) به هغه کسان وي چې د دجال مقابله به کوي، نو اسراییل هیڅ کله هم د دوی د ظهور او نزول زیری نشي زغملی په آخر کې یو څو احادیثه د مهدي ع د ظهور په اړه را اخلو چې پیغمبر د اسلام (ص) یې زیری راکړی.  بخاري په باب نزول عیسی (ع) کې له ابوهریرة روایت کوي چې رسول الله (ص) وفرمایل:

 «كَيْفَ انْتُمْ اذا نَزَلَ ابْنُ مَرْيَمَ فيكُمْ وَ امامُكُمْ مِنْكُمْ»؛ صحيح بخاري ، ج 4 ، ص25 ، ح3449

 ستاسو حال به څنګه وي کله چې د مریم زوی ستاسو په منځ کې راښکته شی په داسې حال کې چې امام له تاسو څخه وي؟

مسلم هم په خپل صحیح کې دا حدیث له څلورو سندونو سره روایت کړی چې دوه نقله یې لاندې را اخلم

 الف:«كَيْفَ انْتُمْ اذا نَزَلَ فيكُمُ ابْنُ مَرْيَمَ فَامَّكُمْ مِنْكُمْ»؛ له جابر بن عبدالله انصاري څخه روایت دی

: ب:«لا تَزالُ طائِفَةٌ مِنْ امَّتى يُقاتِلُونَ عَلَى الْحَقِّ ظاهِرينَ الى يَوْمِ الْقِيامَةِ قالَ فَيَنْزِلُ عيسَى بْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ فَيَقُولُ اميرُهُمْ تَعالِ صَلِّ لَنا فَيَقُولُ لا انَّ بَعْضَكُمْ عَلى بَعْضٍ امَراءُ تَكْرِمةَ اللَّهِ هذِهِ الْامَّةَ»؛

یوه طایفه له امت مې پرله پسې د حق په لار کې مبارزه کوي د قیامت تر ورځې تر هغه چې عیسی د مریم زوی نازل شی او امیر د هغه مومنې ډلګۍ به ده ته ووایې: راشی مونږ ته جماعت راکړی. حضرت عیسی (ع) به ځواب ورکوي: نه، بعضې له تاسو په بعضو امیر یاست؛ ځکه الله (ج) غواړي دا امت تکریم کړي.  ابن قیم جوزیه په خپل ( المنار المنیف فی الصحیح مالضعیف ) کتاب کې په نقل له مسند حارث بن ابي اسامه له جابر بن عبدالله انصاري (رض )څخه روایت کوي :

عن جابر قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ينزل عيسى بن مريم فيقول أميرهم المهدي تعال صل بنا فيقول لا إن بعضهم أمير بعض تكرمة الله لهذه الأمة وهذا إسناد جيد

 پیغمبر ص وویل: عیسی د مریم زوی نازلیږي نو د دوی امیر مهدي (ع) به عیسی (ص) ته ووایي راشي مونږ ته لمونځ راکړی حضرت عیسی (ع) به ځواب ورکړي: نه، بعضي له تاسې په بعضو امیر یاست؛ ځکه الله غواړي چې دا امت تکریم کړي. جلال الدین سیوطی(م:911هـ)

په : «العَرفُ الوردی فی اخبار المهدی» کتاب کې له عبدالله بن عمرو روایت کوي:

 المهدی ینزل علیه عیسی بن مریم، و یصلی خلفه عیسی؛

عیسی بن مریم په مهدی نازل کیږي او هغه پسې به لمونځ کوي.  همداسې په یو بل روایت کې چې ابو سعید خدری له پیامبر اکرم صلی الله علیه وآله څخه روایت کړی :

منا الذي يصلي عيسى ابن مريم خلفه

 محمد بن يوسف كنجى شافعى هم دا روایت له ابوسعید خدری نقلوي خو په کامل شکل سره :

وَمِنّا مَهْدِىُ هذِهِ الأُمَّة الّذى يُصلّى عِيسى خَلْفَهُ، ثُمَّ ضَرَبَ عَلى مِنْكبِ الحُسَيْن وَقَال: مِنْ هذا مَهْدِىُّ الأُمّة

 مهدي د دې امت زمونږ څخه دی، او عیسی به په ده پسې لمونځ کوي، بیا یې خپل لاس د حسین (رض) په اوږه کیښود او وویل: مهدي د امت د دې له نسله دی. ابوداود او ترمذي له عبدالله بن مسعود (رض) څخه روايت کوي چې پيامبر صلی الله عليه وسلم وویل:

«لَا تَذْهَبُ الدُّنْيَا حَتَّى يَمْلِكَ الْعَرَبَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي يُوَاطِئُ اسْمُهُ اسْمِي وَاسْمُ أَبِيهِ اسْمُ أَبِي يَمْلَأُ الْأَرْضَ قِسْطًا وَعَدْلًا كَمَا مُلِئَتْ ظُلْمًا وَجَوْرًا» سنن أبي داود 4 / 306 (4282)

 دنیا پای نه مومي تر هغه چې یو کس له اهل بیت مې چې نوم یې زما نوم او د پلار نوم یې زما د پلار نوم دی د عربو حکومت په لاس وانخلي او ځمکه هماغه رقم چې له ظلم او ستم څخه ډکه ده له عدل او انصاف څخه ډکه کړي.  دا حدیث شریف مونږ ته دوه څیزه په ګوته کوی اول: حتی یملک العرب….. هماغه پورتنۍ ادعا چې د آل سعود واکمنۍ او ورسره نورعرب شاهي دولتونو ته به اختتام ورکوی او خلافت به منځ ته راوړي دویم: دا چې همدا عرب ملکونه په راس کې یې آل سعود د امت په بدبختیو کې له کفارو سره همکار دی، د ظلم او ستم سبب ګرځیدلی نو لومړی به د همدوی ظلم او ستم ته د پای ټکی ایښودل کیږي بیا اسراییلو ته.  علي ابن ابوطالب (رض) له محمد (ص) څخه روایت کوي:  مهدی موعود زما په فامیل کې به وی، الله (ج ) به د ده د ظهور مقررات په یوه شپه کې وکړي. (Vol. 2, P. 519)

ابن ماجه د حضرت اسما رض څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل : مهدي موعود به زما له اولادې او د فاطمې له نسله وي.

. (Abu Dawud, Sahih, Vol. 2, P. 207; Ibn Majah, Sahih, Vol. 2, P. 519)

ابوسعید الخدري رض له رسول الله ص څخه روایت کوي زمونږ مهدي به د خلاصې تنډې او ولاړې پوزې څښتن وی ځمکه به داسې له عدل څخه ډکه کړي څرنګه چې له  بې عدالتۍ او ظلم او ستم څخه ډکه ده او اووه کاله به حکومت وکړی.

(Abu Dawud, Sahih, Vol. 2, p. 208; Fusul al-muhimma p. 275)

در بارۀ نویسنده

Sayed Ajmal Staialay

تبصره ها

  • سلام جزاك الله ستاسي له دي مفيد معلوماتو سخه يوه پوشتنه لرم ما په يو كتاب كي چي نوم يي (تيسري جنگ عظيم اور دجال) مولف شيخ عمر عاصم سني مذهب عالم دي لوستلي ده چي مهدي ع به له حضرت حسن له اولادي سخه وي دا كتاب معتبر كتاب دي او معتبرو مرجع تائيد كري دي او تاسي په خپل دي پوست كي ويلي دي چي مهدي ع به ده حضرت حسين رض له اولادي سخه وي اوس كوم صحي او معتبر دي تاسو نه غوارم چي ماته يي اوايي
    مننه

    • وقال فی حدیث آخر
      لیستخرج المهدی کارها”, من ولد فاطمة فیبایع
      (کتاب الفتن لا بن حماد ج1/ ص 345/ حدیث 998)
      وقال حدثنا بقیة بن الولید عن ابی بکر بن أبی مریم عن ضمرة ابن حبیب عن أبی هزان کعب , قال المهدی من ولد فاطمه. (کتاب الفتن لا بن حماد ج 1/ ص 591 و 590/ حدیث 1112)وقال نعیم حدیثنا أبو هارون عن عمرو بن قبیل الملائی عن المنهال بن عمر و عن زر بن حبیش سمع علیا” یقول
      المهدی رجل منا من ولد فاطمه. کنزالعمال ج 14, ص 591/590/ حدیث 39675 قال حدیثنا الحسن بن علی ؛ قال أخرنا هدیة , حدیثنا عمر ابن عبدالوهاب حدیثنا خالد , حدیثنا حماد بن أبی هارون العبدی و مطر عن أبی الصدیق عن أبی سعید الخدری عن انبی (ع) أنه ذکر المهدی فقال.
      تملأ الآرض ظلما” و جور أ” ثم یخرج رجل من عترتی یملکها سبعا” أو تسعا” فیلأ ها قسطا” و عدلا” مسند أحمد حنبل ج3 / ص 410/ حدیث 10839/

  • به نظر شما ای مذهب وهابی غلط است یا نه ؟ چون در وقت ها در جوامع ما و شما وهابی بیشتر جوانان را به طرف خود می کشاند چرا ؟

پاسخی بگذارید