سیاست های جرمی متفرقه

آیا انسان سپوږمۍ ته تللی دی؟

نوشته شده توسط Hedayatullah Zaheb

ژباړه: عبدالهادي مومند

که چېرې سپوږمۍ ته دروغلو انسانانو تاریخ مطالعه شي نو ظاهراً لیدل کېږي چې تر اوسه دولس تنه انسانان په دې کار کې بریالې شوي دي، چې وروستی هغه یې په ۱۹۷۲ کې تللی دی. دا دولس تنه ټول د امریکا د فضایې ادارې یا ناسا (NASA)له لورې سپوږمۍ ته لیږل شوي دي،پوښتنه داده چې ناسا د ۱۹۶۰ کلونو په ټیکنالوژۍ په هرو دوو کالو کې سپوږمۍ ته یو فضایي ماموریت ترسره کړی دی، خو د ۱۹۷۲ کال نه راپه دېخوا نه یوازې امریکا بلکې د دنیا نور هېوادونو هم سپوږمۍ ته کوم فضايي ماموریت نه دی درلودلی. په داسې حال کې چې ټیکنالوژۍ په بشپړه توګه تغیر خوړلی او په اوسني وخت کې دغه ماموریت د په خوا په پرتله خورا اسان دی، د نوي ټیکنالوژۍ پر مټ سپوږمۍ ته د انسان په لېږلو له ډېرو شیانو پرده ایسته کېدای شي، لکه: د نویو عناصرو کشفول، د ارزښتمنو ډبرو پیداکول او داسې نور.

خو آیا کله مو پر دې چورت وهلی دی چې په اوسني وخت کې ولې ټولو هېوادونو دغه فرصتونه له لاسه ورکړي او تر اوسه هېڅ انسان سپوږمۍ ته په ورتګ نه دی توانېدلای.

دپورته مسئلې د ثبوت لپاره څو دلایل لرو.

لومړی:

که سپوږمۍ ته د سفر؛ انځورونه او ویډیوګاني په غور او ځير سره مطالعه شي. لیدل کېږي چې د امریکا بیرغ په رپيدونکي او اهتزازې شکل تر سترګو کېږي، مګر کله مو په دې فکر کړی چې په سپوږمۍ کې اتوموسفیر یا هوا شتون نه لري او ښکاره خبره ده چې دغه هوانوردانو له ځان سره باد پکی هم نه دی وړی. نو دا بیرغ کومې قوي په حرکت او اهتزاز راوست؟

1.jpg

دویم:

چېرته چې اتوموسفیر نه وي هلته اوبه او اکسیجن هم شتون نه لري او بې له دوي ژوند هم ناشونی دی نو ځکه موږ پوهیږو چې په سپوږمۍ کې نه اوبه شته او نه هم عضوي مواد. نو ولې بیا د دغو هوانوردانو د پښو چاپ دومره له ورایه معلومیږي؟ آیا کله مو لیدلې چې په یوه لمریزه او سپېره دښته کې ستاسې د پښې چاپ او نښه دومره واضح معلومه شي. په داسې حال کې چې د ځمکې د جاذبي قوه هم یو پر شپږ وي؟!

2.jpg

دریم:

په سپوږمۍ کې د ورځې له خوا د تودخي درجه د سانتي ګراد ۱۲۰ او د شپې له خوا منفي ۲۳۳ درجې وي که چېرته د هوانوردانو کالیو ته ځیر شئ نو ایا باور مو راځي چې دا کالي کولای شي د دغه تودخي په وړاندې مقاومت وکړي؟!

څلورم: ښه دا به ومنو چې د سپوږمۍ خاوره د دې خاصیت لري چې د پښي چاپ او نښه پرې پاتې شي نو کله چې فضايې لوي راکټ هلته په ځمکه کیني.له خپل ټول قوت او انرژۍ سره چې د کیناستو د پاره یې تولیدوي دا خو به حتمي پر ځمکه کې ادلون بدلون راولي، هیلیکوپتر هم د کیناستو پر مهال خپل اثرات پر ځمکه پریږدي نو بیا د سپوږمۍ په سطحه کې د دغه فضایې راکټ د کیناستو له کبله پیداکیدوونکی ستر نښان او چاپ ولې نه معلومیږي؟

پنځم: په سپوږمۍ کې د نور یوه قوي منبع شتون لري او هغه هم لمر دی، باید د ټولو شیانو او جسمونو سیورې موازې وي، مګر برعکس دغلته داسې نه ده.

3.jpg

شپږم: سپوږمۍ ته د تلونکو هوانوردانو د یو تن په محافظتي خولۍ کې د یو ځوړند جسم انعکاس لیدل کېږي چې د فلمبردارۍ د سټوډيو د ګروپ سره ډیر ورته والی لري.

4.jpg

اوم: په سپوږمۍ کې د هوانوردانو فلم د دوه نیم اکس په سرعت او چټکوالي سره وګورئ نو په څرګند ډول معلومیږي چې دا فلم په ځمکه کې ثبت شوی دی.

اتم: په سپوږمۍ کې د اخیستلو شویو انځورونو له جملې په یو انځور کې یوازې ځمکه ښکاري خو د نورو ستورو څرک په کې نه لیدل کېږي په داسې حال کې چې وریځ هم نه شته ترڅو د نورو ستورو د لیدو مخه ونیسي.

5.jpg

نهم: د سپوږمۍ له مشهورو انځورونو څخه یو هم د یوې تیږې انځور دی چې په هغې باندې د انګلیسي د (C)توری لیکل شوی او یا دا چې چینایان له امریکانو وار دمخه تللي او هغه یې لیکلی او یا دا چې په سټوډیو کې د تېږې غلط مخ په تېروتنه کې د کمرې پرمخ ایښودل شوی دی .

6.jpg

لسم: په هغه کامرو کې چې دغو هوانوردان ترې ګټه پورته کوله د لورې معلومولو او تېروتنو کمولو لپاره د لوري د ښودلو څو صلیبونه چې په اوسنیو کامرو کې هم لیدل کېږي طرحه شوي وو، خو په ځینو انځورنو کې دغو صلیبونو تېښته کړې او د جسمونو تر شا پراته دي.

7.jpg

یولسم: سپوږمۍ ته دغه ماموریتونه هغه وخت ترسره شوي چې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ سړې جګړې دوام درلود، د امریکا دولت هغه مهال د خپلو ګټو په خاطر هر ډول دروغو ته لاس اچولی، د دې دروغو (سپوږمۍ ته د ختلو) په ویلو سره یې لویه غوغا جوړه کړه او تقریباً همدا لامل وه چې امریکا پرې له شوروي اتحاد څخه سړه جګړه وګټله.

اگر میخواهید به تیم مبارزه کمک کنید. به لینک علیبابا در ذیل کلیک کرده و از طریق Contact Supplier در باره اجناس معلومات کوتاه بخواهید ) سایت علیبابا برای بار اول از شما راجستریش خواهد خواست). چند ثانیه وقت شما کمک بزرگ برای ما است.

در بارۀ نویسنده

Hedayatullah Zaheb

تبصره ها

  • امریکایان ترتاسو نه ډیرهوښیاردي چه تصویرونه داسی ډول سره جوړکړی چه تاسو بکښی اشتباه بیدانه شی کړای. داسی موضوعات چه سل فیصده ریشتیا دی اوتاسو یی دروغ بولی ستاسو اهمیت کموی. هغه دبالونونو موضوع مو غلطه تشریح کړی وه چه دری میلیارده ډالره ارزشت لری او … لطفا هغه موضوع نشر ته وسپاری چه حقیقت ته لنډه وی.

پاسخی بگذارید