اسلامی

د دجال راتګ نیږدې له هر وخت نه (ترجمه)

نوشته شده توسط Hedayatullah Zaheb

ژباړه : سید اجمل ستایلی "یو نړی مننه"

دجال تقریبا هیره شوې کلمه ده په اسلامي معارف کې، چې په ډیرو اسلامي ټولنو کې په یوه خرافاتي کلمه اوښتې ده. او کوم کسان چې د ده په اړه څه ووایي د خلکو له مسخرو سره مخ کیږي. هغه خلک چې ټولې نښې او اسلامي وړاند وینې د نړۍ ټولنیز،سیاسي او جیو پولیتیکي حالاتو په اړه یوازې یو اتفاق ګني دوی باید له سره سوچ وکړي. او هغه کسان چې تر اوسه هم دا مسایل خرافات ګني زمونږ پیغام ورته دا دی چې منتظر ووسی او ووینئ او وډار شی له هغې ورځې چې له جاهلینو څخه ووسی.

آیا تر ننه خپل څلور خواوو ته متوجه شوي یو چې څومره د دجال نښې په ښارونو، تلویزیونونو او انترنیت کې وینو، دا ټول اتفاق نشي کیدای دجال د راتلو لپاره ځان آماده کوي او همداسې لارویان یې هم دنیا د دجال راتګ ته تیاروي.

په صحیح مسلم کې مشهور حدیث تمیم الداري حدیث نمبر ۷۰۲۸ حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال په یوه وچه کې د مدینې شرق ته په بحیره مدیترانه کې تړل شوی او وخت ته منتظر دی چې له دې زنجیرونو څخه خلاص شی او زمونږ دنیا ته راشي. په دې منطقه کې چې رسول الله ص ورته اشاره کړې په سل هاو وچې (جزیری) شتون لري چې یوه له دېوو څخه باید د دجال جزیره وي. څرنګه چې انځور کې لیدل کیږي یو ساختمان د سترګي په شان په یوه وچه (جزیره) کې موقعیت لري.

01- ISLAND OF DAJJAL
حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال به د ۷۰۰۰۰ اصفهاني یهودو لخوا بدرګه کیږي چې فارسي شالونه به یې اغوستي وی. (صحیح مسلم ۷۰۳۴). که غواړی د دې یهودو په اړه پوه شی په ویکیپیدیا کې د دوی په اړه ډیر معلومات شته. او جالب دا چې په دې وروستیو کلونو کې ۷۰۰۰۰ ایراني یهودو اسرایلو ته کډه کړې.

04- PERSIAN JEWS

ډیری ملکونه هم د دجال راتګ ته تیاري نیسي او خپله وفاداري هغه ته د ودانیو جوړولو د ده د نښو، په دولتي دوایر کې یې نښانې ایښودلو او داسې نورو سره څرګندوي. زمونږ هدف د هیڅ ملک شریف خلک ندي،ولې د دې ملکونو واکمنو ځانونه شیاطینو ته خرڅ کړي لکه د سعودي دولت. یو ځل د خپلو ملي پولیسو نښان ته ځیر شو چې د سترګي نښه به ولې په کې ځای پر ځای شوی وی او څه معنی ورکوي؟ البته مونږ خپلو پولیسو ته احترام لرو د هغوی په اسلام شک نلرو. ولې نامعلومو کسانو په لومړني امریکایې یرغل کې دا کار کړی. او نه پوهیږو چې چا او کومو کسانو به ځان خپل د یوې سترګې خاوند رهبر ته خرڅ کړی وي.

03- DAJJAL SYMBOLISM 02-COUNTRY'S ARE PREPARING FOR DAJJAL

حضرت محمد (ص) فرمایي دجال به مدینې ته راشی خو مدینې ته ننوتل به یې حرام وي، ځکه چې ملایکې به د ننوتو اجازه ورنه کړي نو دی به د مدیني ښار څخه بهر په یوه مالګه لرونکې ځمکه مستقر شی. حضرت محمد (ص) فرمایي دجال به مدینې ته راشی خو مدینې ته ننوتل به یې حرام وي، ځکه چې ملایکې به د ننه تو اجازه ورنه کړي نو دی به د مدیني ښار څخه بهر په یوه مالګه لرونکې ځمکه ځای په ځای شی. د سعودي عربستان دولت د مدینې ښار څخه بهر په یوه غونډۍ کی یوه ماڼی په نامه د شاهي ماڼی جوړوي. چې ځایي خلک یې د دجال ماڼی بولي، چې اکثرو علماوو دا منلی ده چې دا ماڼی په یوه مالګه لرونکې ځمکه جوړه شوی ده. او هر کافر او منافق به د دجال راتلو په مهال ده ته د پناه وړلو لپاره  له مدینې څخه ځي او کیدای شي چې په دې ماڼی کې ځای ورکړل شی.

05 DAJJAL PALACE

حضرت محمد (ص) فرمایي: دجال به راشی پورته به شی او مدینه به وویني، نو خپلو ملګرو ته به ووایي: هغه ماڼی وینی؟ هغه د احمد جومات دی ( مسجد نبوي). په هغه وخت کې دا جومات ډیر ساده جوړ شوی وه، ولې نن سبا یې د ماڼی شکل خپل کړی، او جالبه دا چې نبوي جومات له قصر شاهي څخه چې ۷ کیلومتره ترې فاصله لري د لیدو وړ دی.

Untitled1

د دجال راتګ لپاره هر څه چمتو دی او لارویان یې امریکا او اسرایل په دې وروستیو کې د ده د پلانونو تطبیق لپاره سخته عجله کوي. داسې لیدل کیږي چې دوی یې سخت د لیدو مشتاق دی. مونږ نباید ویده ووسو ځکه چې رسول الله ص فرمایي: هیڅ فتنه د آدم ع څخه تر قیامته لویه د دجال له فتنې څخه نده. او مونږ اوس وینو چې خلک په یو عجیب حالت کې شتون لري او هر څوک په خپل وار سره خپل خاص روایات او عقاید بیانوي.

یو داعش په حقه بولي،بل امریکا،القایده،حوثي،ایران،سعودي په حقیقت پسې هیڅ څوک نه ځي. په دې حساس پړاو کې باید ځان پوه کړو چې څوک څه کوي نباید خوا ونیسو؛ که سلفي یو په داعش پسې ولاړ نشو، که شیعه یو په ایران او حوثي پسې ولاړ نشو، که سنی یو سعودي پسې ولاړ نشو. اکثر د دوی خپلې ګټې د اسلام او مسلمانانو په ګټو ترجیح ورکوي. نو مونږ باید حقیقت پسې وګرځو تر څو چې حقیقت مونږ ته راشی.

در بارۀ نویسنده

Hedayatullah Zaheb

تبصره ها

پاسخی بگذارید